کابل باختر( د ليندۍ ۳/۹/۹۵)
د زابل ولايت په مر کز قلات کې پرون ورځ د مرکزي جېل نوې ودانۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.
د دغه ولايت د جېل د ودانۍ د پرانيستلو پر مهال دزابل والى بسم الله افغانمل،امنيه قوماندان،د ملى امنيت ريېس او له وزارت څخه ورغلي پلاوي او رسنيو برخه لرله.
د زابل والي بسم الله افغانمل باختر اژانس ته وويل، د مرکز قلات جېل د شل جريبه ځمکې په ساحه کې جوړ او لګښت يې د کورنيو چارو وزارت له لورې ورکړل شوی چې شاوخوا شپیته ملیونو نهه سوه اته اتیازره نوي افغانۍ کيږي ، په دوه نيم کاله کې په پاخه او اساسي ډول د حيات هلمندوال د بيا رغونې شرکت له لورې په څوارلسو بلاکونو، د خوړلو خونه ، جومات ، پخلنځی ، ښځینه بند خونه ، بهرنيو بندیانوځای ، جنای جرمونو بندیانوځای، روغتون، د جېل دقوماندان د ناستې ځای ، تشنابونه ، اوهغو بندیانو ته چې دکورنۍ نه يې ښځینه راځي بلاکونه جوړ شوي، چې په ټوليز ډول د څلور سوه بنديانو لپاره ځاى پکې شته.
دی زياتوي، که څه هم مخکې له دې په زابل ولايت کې جېل وو، چې ډېر وخت به بنديانو د ځاى د تنګوالي له امله له ستونزو سره مخامخ و،چې د دې جېل په مټ به وکولای شو هغه ستونزې چې پخوا جېليانو د ځای د تنګوالي په برخه کې لرلې راکمې شي.
0 1 دقیقه لوستل