سیاست

دمشورتی لويې جرګې غړو دپنځوسو کاري کميټو په جوړولو سره دامنيتي همکاريو دسند په باب خپلې خبرې پيل کړې.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دمشورتي لويې جرګې غړو نن  په کاري کميټو کې دامنيتي همکاريو دسند دطرحې په باب خپلې خبرې پيل کړې.
دباخترآ ژانس خبريال نجيب الله بهزاد دمشورتي لويې جرګې له تالار څخه خبر راکړ :  دمشورتې لويې جرګې غړو دپنځوسو کاري کميټو په جوړولو سره دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي همکاريو  دسند دطرحې په باب  خپلې خبرې پيل کړې  ، هره کميټه پنځوس تنه غړي لري  چې دهرې کميټې دغړو دنظريو له توحيد وروسته به دمجلس رياست ته وړاندې شي.
دمعلوماتوله مخې ، د کميټې غړي دوه ورځې  ددغې طرحې په باب خبرې وکړي او په عمومي غونډه کې چې ديکشنبې په ورځ  جوړيږي دوړاندې شويو نظريو په باب  به  خبرې وشي.
مشورتي لويه جرګه  پرون  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور  رييس حامدکرزي  په پرانستونکي وينا سره په کار پيل وکړ .
دغونډې غړو دهيواد مخور او جهادي شخصيت حضرت صبغت الله مجددي  درييس په توګه وټاکه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته