امنیت

په ننګرهارکې څلور تنه وسله وال مخالفين له دولت سره یوځای شول

 کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه:
په ننګرهار ولايت کې درې تنه وسله وال طالبان او يو تن داعشي له وسلو سره يې له دولت سره يوځاى شوي دي.
د ۲۰١ سيلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره باختر آژانس ته ليکلي دي:
د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ پورې اړونده سیمه کې ۳ تنه وسله وال طالبان او۱ تن داعشي چې پخوا یې د دغې ولسوالۍ په اړوندو سیموکې په ورانکارو فعالیتونه بوخت وو، پرون  د حقیقت په درک کولو سره له دوو کلاشینکوفونو، يو کلاکوف او يو لس ډزې ټوپک سره یوځای د۲۰۱ سیلاب قول اردو څلورمې پلي لوا د دويم کنډک منسوبينو ته تسليم شول.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته