کابل، د غبرګولي۱۷مه، باختر
د پروان د بشري سرچینو رياست د ظرفیت لوړونې او پراختیا آمريت د دانش خصوصي لوړو زده کړو موسسې په همکارۍ د پروان ولسوالانو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړى و چې پرون د تصديق ليکونو په وېشلو سره پای ته ورسید.
دغه روزنیز پروګرام د مرستيال والي، ښاروال، ولسوالانو او د اړوندو ولسواليو د آمرانو په ګډون جوړ شوى و.
د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده وويل، چې د ادارو کارکوونکي دې په خپلو کاري چارو کې امانت او عدالت په پام کې ونيسي، ځکه په اسلامي نظام کې د دندو ترسره کول عبادت او فرض دى.
د جبل السراج ولسوال مولوي عبدالمعروف حقجو د ولسوالانو او ګډونوالو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل چې د دا ډول روزنيزو پروګرامونو جوړول د حکومتوالۍ په ښه والي او د اداري کارونو په پرمخبيولو کې اغېزمن دي او د ولايت له مشرتابه څخه يې وغوښتل چې دا ډول نور پروګرامونه هم جوړ کړي.
په پاى کې د پروان د والي له خوا د دغه روزنيز پروګرام پر ګډونوالو تصديق ليکونه ووېشل شول.
\ ذ