اقتصاد

په هيواد کې د زرګونو جريبه بڼونو دجوړولو لپاره د کرنې او اوبولګولو د وزارت هلې ځلې.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
د ملي  پروګرام د روان کال دمني دکمپاين په بهير کې دڅلور زره جريبه ځمکې په مساحت بڼونه جوړوي چې په سلو کې پنځه نوي يې بشپړ  شوي دي .
دمني  دکمپاين په بشپړيدو سره دبلخ، سمنګانو ،فارياب ،جوزجان ،سرپل ، تخار ، بدخشان،کندز ،بغلان ،کابل ،پروان ،لوګر ،پکتيا،باميانو،ننګرهار او لغمان په ولايتونو کې د روان کال په بهير کې دجوړو شويو بڼونو مساحت په سلو زرو جريبه ځمکې ته  ورسيږي.
دغه پروګرام مخکې له دې  د روان کال دمني په کمپاين کې څه ناڅه په شپږو زرو اولس جريبه ځمکه کې بڼونه جوړ کړي دي.
دافغانستان دکرنې او اوبولګولو وزير محمد آصف رحيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل  : دبڼوالۍ ملي پروژه د بڼوالۍ په څانګه کې اووه سوه مخکښ بزګران تشخيص کړي دي او دهغو ملاتړيې کړى دى چې هريويې په منځنۍ کچه له پنځه ويشتو تنو نورو  بزګرانو سره مرسته  کوي .
دغه راز دهربڼ په خاوند شپږ شپيته نيالګي ، شل کيلوګرامه سره ، درې کيلو ګرامه د رشقې تخم  او دبڼوالۍ بستې هم ويشلي دي  .
د وړاندې شو يو شميرنو له مخې :   په ټولنيزه توګه دکرنې او اوبولګولو وزارت دبڼوالۍ ملي پروژه  د تيرو پنځو کلونو په بهير کې په هيواد کې په يو پنځوس زره جريبه ځمکه کې دانګورو ، بادامو ، ګيلاس ، زردالو ،شفتالو ،انارو او ستروس بڼونه جوړ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته