ټولنه

دهېواد پشه يانو دافغان پوځيانو ملاتړ وکړ .

کابل باختر مرغومي  اوولسمه :
دافغانستان دپشه يانو شورا پرون په يوه غونډه کې دهېواد دامنيتي ځواکونوملاتړ وکړ .
دباختراژانس دخبر له مخې په دې غونډه کې چې ددغې شورا په مرکزي دفتر کې دبيلابيلو ولايتونو داستازو په ګډون جوړه شوه، د افغانستان دپشه يانو دشورا رييس عبداللطيف  مراد خبرې وکړې او ويې ويل چې زموږ هېواد دګاونډيو هېوادونو داستخباراتي کړيو تر يرغل لاندې دى اوموږ باور لرو چې دهېواد امنيتي او د فاعي ځواکونه دافغانستان دټولو خلکو ميړني بچيان دي او دخپل هېواد له لويشت لويشت خاورې څخه دفاع کوي .
ده دهېواد دپشه يانو په استازيتوب دامنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ او ټينګار يې وکړ چې پشه يان په هرحالت کې دخپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي .
په دې  غونډه کې په ولسي جرګه کې دکاپيسا دخلکو استازي وکيل  اغاجان سعيدي ،محمد عارف ، قومي مشر محمد زمان ، ديني عالم محمد شريف شريفي او يوشمير نورو  برخه والو خبرې وکړې او ددښمنانو دبريد په وړاندې يې دهېواد  د پوځيانو ميړانه يې وستايل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته