امنیت

١٢ تنه ډاراچوونکي دبلخ او جوزجان په ولايتونوکې ووژل شول .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
  ١٢ تنه ډار اچوونکي طالبان دبلخ او جوزجان په ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
امنيتي ځواکونو دبلخ ولايت دچمتال  او دجوزجان  ولايت دقوش تيپې ولسواليو په مربوطاتو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول اولس تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه وسله او ددرندو وسلو مهمات او يوموټرسايکل  ويجاړ شوي دي .
په دغو عملياتو کې دبغلان ولايت دمرکزي بغلان دولسوالۍ دشيرخان پله  په ساحه کې دوسايطو ضد دوه ماينونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته