کابل/ د تلې ۱۳ مه / باختر
افغان ځواکونو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې شل ماینونه او د چاودېدونکو توکو یو واسکټ کشف او له منځه وړي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې افغان ځواکونو د اچین ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د تېرو ۲۴ ساعتو په اوږدو کې ۲۰ ماینونه او د چاودېدونکو توکو یو واسکټ کشف او له منځه وړي دي.
پای/وصال