سیاست

جمهور رئیس غني په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته روان شو

کابلباختر د غويي د مياشتې٢١ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني د تاجکستان د جمهور رئیس امام علي رحمان په رسمي بلنه، نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري په دوه ورځني رسمي سفر پلازمېنې دوشنبې ته روان شو. په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند د دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي. د هېواد جمهور رئیس به په دې دوه ورځني رسمي سفر کې د تاجکستان له جمهور رئیس، د یاد هېواد له لومړي وزیر او همدارنګه د ولسي جرګې له رئیس سره په جلا جلا کتنو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا او همکاریو په هکله خبرې وکړي. همدارنګه به د دواړو جمهور رئیسانو په حضور کې د دواړو هېوادونو استازي د همکارۍ موافقه ليکونه هم لاسلیک کړي او جمهور رئیس غني به د تاجکستان په ملي پوهنتون کې استادانو او محصلینو ته وینا وکړي. جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د انرژي اواوبو وزیر علي احمد عثماني، لوی څارنوال فرید حمیدي او د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري ملګرتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته