امنیت

د هېواد په ختيځ کې د اوو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دزمري   اوومه :
د هېواد په ختيځ  نورستان ولايت کې د هوايي بريد له امله  دطالبانو په ډلې پورې اړوند اووه  تنه  ډار اچوونکي ووژل شول .
په دغو  داعشيانو  تېره شپه په کامديش ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو
دهېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغه هوايي بريدکې اووه تنه  ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل چې دغه طالبان د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو  چې پرې هوايي بريد وشو .
ويل کيږي په دې هوايي بريدکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيوله .
امنيتي مامورينو نن سهار د  نورستان ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
تر اوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو يوشمېر امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو مسوول بولي .
  ختم _عطاالله _ اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا