کابل باخترد ليندى څليرويشتمه :
دبادغيس ولايت سيمه ئيزو مسوولينو وويل چې اووه تنه وسله وال طالبان پرون په دغه ولايت کې ووژل شول .
دبادغيس دوالي وياند جمشيد شهابي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دبادغيس ولايت دمرکز قلعه نو ښار په پنځوس کيلومترى واټن کې د ملمنجي په سيمه کې دپوليسو په پوستو دوسله والو طالبانو ديرغل په نتيجه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل په دې جګړه کې څلور تنه پوليسان هم شهيدان شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ