خبرونهامنیت

د هېواد په ختيځ کې زياته اندازه چرس کشف شول

 کابل، د وږي لومړۍ نېټه ، باختر

د هېواد په ختيځ د  کابل – جلال اباد په لويه لاره کې يوه زياته اندازه چرس کشف شول.

د را رسېدلو خبرونو له مخې ؛ دغه چرس له لوګر ولايت څخه بار شوي وو او ټاکل شوې وه ننګرهار ته ولېږدول شي چې د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د کابل – جلال آباد په لويه لاره کې کشف شول.

د لغمان د پوليسو يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د دغو چرسو د لېږدولو په اړوند  دوه تنه نيول شوي دي.

هغه وويل نيول شويو کسانو دوه سوه بستې چرس په ماهرانه ډول په يو مرسدس موټر کې ځاى پرځاى کړي وو.

پوليس وايي نيول شويو کسانو په لومړنيو پلټنو کې د نشه يي توکو د قاچاقو پرڅو مواردو اعتراف کړی دی.

\  ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا