ورزش

دشپاړلس کلنو تنکيو ځوانانو دفوټبال سيالۍ دوام مومي .

کابل باختر دسلواغې يوولسمه :
په هرات کې دشپاړلس کلنو تنکيو ځوانانو دفوټبال سيالۍ نن په دريو لوبو سره دوام مومي .
دهرات دفوټبال  فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دجامي  ټيم د ارش له ټيم سره ،دسرخ پوشانو تيم دهېواد له ټيم سره او د باختر ټيم دپيروزي له ټيم سره لوبې کوي
دنوروزي دڅرګندونوله مخې په هرات کې دشپاړلس  کلنو تنکيو  ځوانانو  دفوټبال سيالۍ ددرې ويشتو ټيمونوپه  ګډون  له دوو اوونيو راپديخوا پيل شوې دي چې په پرونيو لوبو کې داريانا او اماني ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول  او دپيمان او دانصاري  ټيمونو ديوې په وړاندې په يوې سره لوبه برابره پاى ته ورسوله .
ديوبل خبر له مخې ، په هرات کې دنجونو دفوټسال  سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام مومي .
دنوروزي دڅرګندونوله مخې  په دې پړاو کې  د سرخ پوشانو دالف ټيم دميرزاد له ټيم سره او دارش ټيم دسرخ پوشانو له بې  ټيم سره لوبې کوي .
دنجونو دفوټسال  سيالۍ له څه مودې راپديخوا په هرات کې دنهو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته