امنیت

په کندز کې د انګورو حاصلات زيات شوي دي

کندز باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه  :
د کندز ولايت د کرنې  او اوبو لګولو مسوولانو  ويلي دي چې په روان کال کې د تيرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې د انګورو حاصلات زيات شوي دي.
د کندز ولايت د کرنې ، اوبولګولو  اومالدارۍ  رئيس عبدالبصير فقيري  د باختر آژانس خبريال ته وويل چې موسمي اورښتونو، مناسبه هوا او کافي اوبه د دې سبب شوي دي چې د دغې ميوې حاصلات په سلو کې شپيته زيات شي.
ده وويل چې په منځني ډول له يو جريب بڼ څخه کابو ٢٠٠ منه انګور راټوليږي.
په همدې حال کې  بزګرانو او بڼوالو  په کندز کې  د ميوې  دحاصلاتو د فاسد کيدو د مخنيوي لپاره د کندز ولايت د کرنې له مسوولانو څخه غوښتي دي چې د دوى د محصولاتو د پلورنې لپاره دې بازار پيدا او د هغو د ساتنې لپاره دې خونې جوړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته