کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٧
ټاکل شوې ده چې د روسيې جمهور رييس دافغانستان دحالت په ګډون يو شمير نړيوالې مسلې د ژمني المپيا د مراسمو په بهير کې چې په نږدې راتلونکې کې د روسيې د سوچي په ښارکې پرځاى شي د نړى له يو شمير مشرانو سره وڅيړې .
د روسيې جمهور رييس ولاديمر پوتين دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي په ګډون دنړۍ يو شمير مشرانو ته بلنه ورکړې ده چې دروسيې په سوچي ښارکې د ژمني المپيا دمراسمو دپرانستلو په مراسمو کې ګډون وکړې ،
د روسيې مشر پرون د المپيا د ژمنيو سياليو دترسره کيدو دسيمې دکتنې په ترڅ کې وويل : تصميم لري له دغه فرصت څخه په استفادې سره د نړى له يو شمير مشرانو سره دافغانستان منځنۍ ختيځ او اوکراين حالت وڅيړي.
د روسيې جمهور رييس له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته دمنځنۍ آسيا دهيوادونو دحالاتو په باب انديښنه څرګنده کړې ده .
دغه هيواد ته د روسيې جنوبي پولې تشکيلوي او روسيه دغو هيوادونو ته داسلام پالو دنفوذ او د روسيې دحالت داغيزمن کولو له امله ويره لري.
د افغانستان داسلامي جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر د روسيې دسوچي په ښارکې د ژمني اولمپيا دسياليو دپرانستلو په مراسمو کې د حامد کرزي دګډون اويا نه ګډون په باب تبصره نه ده کړې.
په افغانستان کې دامنيتي چارو د کارپوهانو په باور د روسيې د والګاګراد په ښار کې د دوو ځانمرګو بريدونو ترسره کيدل او چيچيني مبارزينو دهغه مسووليت په غاړه واخست .
روسيه له بل هر وخت څخه زيات د تروريستي کړيو دفعاليت له امله انديښنه لري او غواړي ددغې ستونزې دحل لپاره ديپلوماتيکى لارې هم هيرى نه کړى.
0 1 دقیقه لوستل