سیاست

د آلمان د دفاع وزيره کابل ته را ورسيده

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧
د آلمان د دفاع وزيره نن کابل ته را ورسيده.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې : د آلمان د دفاع وزيرې کابل ته له راتګ مخکې پرون ورځ په مزاشريف کې تېره کړه او په دغه ښارکې يې د خپل هېواد له يو شمېر پوځيانو سره ليده کاته او خبرې اترې کړې دي.
ټاکل شوې ده د آلمان د دفاع وزيره په کابل کې د استوګنې په وخت کې د افغانستان د حکومت له مسوولينو سره وګوري.
آلمان په افغانستان کې څه ناڅه ٩٠٠ تنه پوځيان لري چې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنې بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته