امنیت

په يوه چاودنه کې ددوو ماشومانو په ګډون درې تنه ملکي وګړي ووژل شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
په جوزجان ولايت کې ديوې  چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.
د جوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري  دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې نن سهار  د جوزجان ولايت دفيض آباد ولسوالۍ دکلداش په لاره کې  يو ماين   چې دوسله والو طالبانو له خوا په ساحه کې ځاى پرځاى کړاى شوي و  هغه وخت  وچاوديد  چې دملکي وګړو دسپرلۍ موټر په هغه وخوت .
غفوري زياته کړه  چې په دې  چاودنه کې يوه ميرمن له خپلو دوو تنو ماشومانو سره ووژله شوه  او يو سړى له خپلو دوو تنو ماشومانو سره ټپي شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دپيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او ديوه تن  ټپي روغتيايي حالت  چې يو ماشوم دى خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته