ښوونه او روزنه

په زابل کې ١٣ تړل شوي ښوونځي بيا ځل پرانېستل شول

قلات باختر د غويي د مياشتې ٢ مه
د زابل ولايت په نو بهار ولسوالۍ کې ۱۳ تړل شوي ښوونځي بيا ځل د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شول.
دغه ښوونځي چې له کلونو،کلونو راهيسې د بېلابېلو لاملونو له امله د زده کوونکو پرمخ تړل شوي وو، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکارۍ بيا ځل د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شول.
د سیمې اوسیدونکي د دې ښوونځیو خلاصون د ځان او خپلو اولادونو لپاره نېکمرغي بولي او وايي،چې زرګونه ماشومان به په دې ښوونځیو کې وروزل شي.
د زابل د پوهنې ریېس نصرالله ذاهد د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وویل،چې هڅې يې پيل کړي،څو په دغه ولايت کې ټول تړل شوي ښوونځي بيا ځل د زده کوونکو پرمخ پرانېزي.
ذاهد زياته کړه چې معارف یوه ملي پروسه ده او دا د هر چا مسووليت دى چې د دغې پروسې د بریا لپاره له موږ سره همکاري وکړي.
د يادونې وړه ده چې يوازې په زابل کې نه بلکې د هېواد په ګوټ،ګوټ کې د بېلا بېلو لاملونو له امله په لسګونه ښوونځي اوس هم د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي چې له امله يې په سلګونه ماشومان له زده کړو څخه بې برخې پاتې شول.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته