امنیت

په هرات کې يوه ښځه د وژنې ،انسان تښتونې او له طالبانو سره داړيکو په تور په اعدام محکومه شوه.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٩
يوه ښځه چې د انسان تښتونې ،  وژنې او له طالبانو سره داړيکو تور پرې لګول شوى دى   دهرات ولايت ديوې محکمې له خوا په اعدام محکومه شوه .
دغې ښځې له خپلو جرمي همکارانو سره څه  موده مخکې يو سړى تښتولى  او وژلى  و  او په عين حال کې دهغه   له کورنۍ څخه  يې  پيسې هم اخيستى وې .
ددغى ښځې دوسيه د کورني او بهرنۍ امنيت پرخلاف دجرمونو د ديوان په علني قضايي غونډه کې چې  د هرات داستيناف محکمې د رييس قضاوتوال   سيد عبدالغفار په مشرۍ  جوړه شوې وه   وڅيړل شوه.
دسندونو او شواهد له څيړنې وروسته  محکمې دغه  ښځه د وژنې ، انسان تښتونې او له طالبانو سره داړيکو په جرم په اعدام محکومه کړه .
دمحکمې پريکړه وروستۍ پريکړه نه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته