امنیت

په نورستان کې دپاکستاني طالبانو دسرزيان .

کابلباختر د جوزا١٢
په نورستان ولايت کې له افغان سرتيرو سره دنښتې په بهير کې د وسله والو طالبانو دډلې د نهو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه پيښه چې تيره شپه رامنځته شوه له امله يې ٢٥ تنه نور جګړه مار طالبان ټپيان شول.
جګړه هغه وخت پيل شوه چې د وسله والو طالبانو دډلې دلسګونو تنو پاکستا ني جګړه مارانو په ګډون څه دپاسه دوه سوه تنو وسله والو طالبانو په سرحدي ولسوالۍ کامديش کې د افغان امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل.
د نورستان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمدفاروق باختراژانس ته وويل ،ددغې جګړې په بهيرکې چې تر نن سهاره پورې روانه وه ددغې ډلې دنهوتنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده تاييد کړه چې په دې پيښه کې ددغې ډلې دپاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٥ تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
دنورستان ولايت سيمه ييز مقامات  دغه راز په دې نښته کې ددوو تنو سيمه ييزو پوليسو شهادت تا ئيدوى او وايي چې دافغان پوځيانو په پوستو دطالبانو ددغه پراخ بريد پلان دپاکستان د استخباراتي کړيو له خوا جوړ شوي و.
د افغانستان په ختيځ کې نورستان له پاکستان سره داوږدې پولې په لرلوسره تل دوسله والو طالبانو، القاعده ،حزب اسلا مي او ددغوډلودپا کستاني جګړه مارانو په ګډون د ترو رستى ډلو د شتون اوفعاليت ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته