سیاست

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
  دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې  مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي  په مشرۍ دجمهوري  رياست   دارګ  دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شو .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ لومړى دوزيرانو شورا دناتو د ځواکونو هغه هوايي بمباري  چې ديکشنبې  دورځې سهار وختي دلغمان ولايت   دعلينګار ولسوالۍ  دسروت کلي  دپشه يانو داستوګني  په غرني ساحه کې وشوي  او له امله يې د ښځو اوماشومانو په ګډون  ملکې وګړي  شهيدان  او ټپيان شوي دي  د نه زغم وړ  وبللي .
دوزيرانو شورا  دنړيوال ائتلاف  دځواکونو  دغه په خپل سر عمليات  چې  دهيواد  له امنيتي ځواکونوسره  له هيڅ راز  همغږي پرته  ترسره شوي دي  اوله امله يې   په ملکې وګړو په داسې حال کې  بريد شوي دي  چې  دغره په لمنو کې  دخپلې اړتيا وړ لرګيو او دسوند دموادو په راټولولو بوخت و ،  او دهغوى دملکې والې په باب  څرګند  شواهد  او مدارک  موجود و . په کلکه وغندلي او څرګنده يې کړه چې دغه عمل دافغانستان له دولت سره د ناتو له موافقه ليکونوڅخه  په ډاګه سرغړونه ده  او په هيڅ  عنوان دتوجيه  وړ نه دى . دوزيرانو شورا موظف هيئت ته دنده وسپارله  چې موضوع دي  په ژوره او هراړخيزه توګه وڅيړي او دخپلو  څيړنو  نتيجې دې  په ډير لنډ ممکن وخت کې  دملي امنيت دشورا  غونډې ته وړاندې کړي .
  وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس   پيشنهادي کانديد وزيرانو  او دملي امنيت  لوى رييس ته دولسي جرګي  د تاييدي راي  له امله  دمننې  د څرګندولو په ترڅ کې دملي دفاع او دکورنيو چارو نوي وزيران او دملي امنيت نوى لوي رييس  دکابينې غړو  ته وروپيژندل  او  دهيواد  سترې امنيتي دندي يې  دوى ته بيان کړي او دهيواد  دامنيتي ځواکونو دښوونې او روزنې ،  دوسله وال  پوځ  دسمبالولو  او دسراسري امنيت دتامينولو  په لاره کې  دهغوى  کاري لومړيتوبونه  بيان کړل او دوى ته يې دنده وسپارله  چې د لوګر او دميدان وردکو  دولايتونو دامنيت  تامينولو ته دخپل کار په سرکې  ځاى ورکړي .
له اجندا سره سم  دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رييس  صادق مدبر د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس د  ١٣٩١ کال  د زمري دمياشتي دپنځمي نيټي د  ٤٥ ګڼه فرمان دتحقق  دڅرنګوالې په اړوند يو اوږد  رپوټ وړاندې کړل  او وي ويل  دفرمان دتحقق  دويم پړاو  چې دتطبيق  موده يې  دوه مياشتي  ټاکل شوې وه  نهه ويشت دندي پکې شاملي دي  چې دتحقق  بهير يې  په بيړه  دوام لري  او په دې پړاو کې دوزارتونو او ددولتي ادارو  دکړو وړو  څيړنه  مثبته او  دقناعت وړ ده .
  ده زياته کړه  ددغو دندو دتحقق  بهير  تر راتلونکې  يوى اوونۍ پوري بشپړيږي  او دنتيجو په باب يې  دوزيرانوشورا ته رپوټ  وړاندې کېږي .
  دوزيرانو شورا په دې فرمان کې د طرحه شويو دندو له مخې  ، دفوايد عامې وزير  موظف کړ  چې د سالنګ دلويې لاري  او تونل  دبيا جوړولو کار ديوي اوونۍ  په دننه کې دايساف  دځواکونو  له لوري سره  بشپړ کړي  او دنتيجې په باب دې  دوزيرانو شورا  راتلونکې غونډې ته رپوټ وړاندې کړي .
  په همدي ترتيب  دفوايد عامې وزارت  موظف کړاى شو چې  ددوشي _ پلخمري  سړک  دجوړولو قرار داد چې دتدارکاتو  د خاصي کميټې له خوا تاييد شوي دي  ډير ژر  لاسليک او کار يې په ډير لنډ ممکن وخت کې  پيل کړي .
   وروسته  دملي امنيت سلاکار دوزيرانو شورا د ١٣٩١ کال دوږي دمياشتي  دديارلسمې نيټي  د ٢٣ ګڼه مصوبي  د څلورمې فقري له پريکړي سره سم ، درايو ورکوونکو دلست  دبرابرولو او دالکترونيکې تذکري  دويش په اړوند غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل  چې  دالکترونيکې تذکري  دويش دبهير  دتخنيکې او عملياتي  موضوعګانو  په باب يې  دکورنيو چارو وزارت رپوټ   په ځان پسې  درلود . 
  دوزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته  د الکترونيکې تذکري  ويش تاييد کړ او دکورنيو چارو ،  مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  اودماليې وزيرانو، دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوي رياست  ، دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکې اداري  او داحصايې دمرکزي اداري  رييس ته يې  دنده وسپارله  چې د اداري  تخنيکې او عملياتي چارو په باب  هراړخيز ميکانيزم  طرحه  او عملي کړي .
  په همدي ترتيب  دانتخاباتو  خپلواک کميسيون موظف کړاى شو چې پخوا ويشل شوي  درايو ورکولو سندونه  دې  يو ځل بيا  په هراړخيزه توګه وڅيړي  جعلي او تکراري  کارتونه دې  تثبيت  او له معلوماتي بانک څخه دهغو په حذف سره دې رايو ورکوونکو ته نوى لستونه دير ژر  برابر او دانتخاباتو دترسره کولو په خاطر دي  لازم تدبيرونه ونيسي .
  وروسته  دملي اردو  دقطعاتو او جزوتامونو  د شپږ ويشتو قلمو جامو ، داحتياجاتو  تثبيت  دملي دفاع وزارت  دلومړى مرستيال له خوا غونډې ته  طرحه شو .
دوزيرانو شورا  دملي دفاع وزارت  موظف  کړ  چې دغه قرارداد دې بيا اعلان کړي . او دماليې  دوزير په مشرۍ  د تدارکاتو د خاصي کميټې  غړي وزيران  يې  موظف کړل  چې ددغه قرارداد بهير دې په جدي توګه وڅاري  او ډير ژر دې  بشپړ کړي .
  وروسته  دوزيرانو شورا  دمصوبو او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  د  ١٣٩١ کال دزمري دمياشتې  د پنځمي نيټې د ٤٥ ګڼه فرمان  په پام کې نيولو سره  د توکېو د حساب ورکولو د چوکات  تطبيقي طرحه دماليې دوزير له خوا  غونډي ته وړاندې شوه  دغه طرحه  په دوو برخو يوه يې  دافغانستان داسلامي جمهوريت ژمنې  اوبله يي   دنړيوالې ټولنې  ژمنې برابره شوې ده  چې دافغانستان دلوري  په ژمنو کې  دموکراسي او منصفانه  انتخابات  ، حکومتوالۍ  ، دقانون واکمني  او دبشر حقوق ، دعامه  مالي  موضوعګانو  تواميت  يا يو خيل کول  او  تجارتي  پانکوالۍ ، ددولت  عوايد ، دبودجي اجرا کول او سيمه ئيزه حکومتوالۍ او دايمي او هراړخيزه  وده او پرمختيا  ده .
دوزيرانو شورا دجزئياتو په باب  يې  له هراړخيزو خبرو وروسته ، دتوکېو د حساب ورکولو دچوکات  تطبيقي طرحه  تاييد کړه  او د هغې په تحقق کې يي  اړونده وزارتونه  موظف کړل.
وروسته  دامتيازي تقاعد ( استثنايي  انفصال ) دحقوقو طرحه  دماليې دوزير او داداري اصلاحاتو  او ملکي خدمتونو د خپلواک کميسيون درييس له خوا غونډې ته وړاندې شوه چې له هراړخيزو خبرو  او غور وروسته  دماليې وزارت ، داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو خپلواک کميسيون  او دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا  لوى رياست  موظف کړى شول  چې دکارکوونکو دتقاعد دحقوقو دساتنې ، دامتيازي  تقاعد په بدل کې د ورکړي وړ پيسو د زياتوالې ، دهغو وزارتونو او تخنيکي ادارو د تثبيت په باب  په ټينګار سره چې په نوى  پوهې او دمعلوماتي تکنالوژي  په مهارتونو سمبال دبشري ظرفيتونو  نوى کولو ته  اړتيا لري  ، په مرکز او ولايتونوکې دامتيازي تقاعد دطرحې تطبيق  يو ځل بيا وڅيړي او دوزيرانو شورا  له تاييد او له اړوندو  وزارتونو او ادارو سره  له همغږي وروسته دې  عملي کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته