خبرونهښوونه او روزنه

د هېواد په ختیځ کې د پوهنتون استادانو د لوړو زده کړرو پر وزیر د لګول شوي بندیز په غبرګون کې خپل غږ پورته کړ

 کابل، د زمري١٧ مه، باختر

د افغانستان په ختيځ کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو د هېواد  د لوړو زده کړو  وزارت پر سرپرست د امريکا د لګول شويو بنديزونو پر وړاندې غبرګون وښود.

هغوى په يوه اعتراضيه غونډه کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې انساني حقوقو او د دوحې هوکړه ليک ته په پاملرنې سره  په شيخ عبدالباقي حقاني لګول شوي بنديزونه لرې کړي.

د افغانستان په ختيځ ګې د دولتي او خصوصي  پوهنتونونو استادانو په دې غونډه کې د امريکا له خوا د لوړو زده کړو وزارت پر سرپرست د بنديز لګول د افغانستان پر تحصيلي سيستم بنديز لګول وبلل او د هغه د لرې کولو غوښتنه يي وکړه.

هغوى د امريکا د دغه اقدام د غندنې په ترڅ کې وويل چې بايد د افغانستان تحصيلي سيستم  د امريکا د سياستونو قرباني نه شي.

\ ج

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا