امنیت

دولس تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور ونيول شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د بلخ پوليسو د بېلابېلو جرمونو په تور د دولسو تنو د نيولو خبر ورکړ.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال سيدکمال سادات د باختر آژانس خبريال ته وويل: څلور تنه له دغوکسانو څخه د د وژنې په تور،څلور تنه د نشه يي توکو د پلورنې په تور او څلور تنه نور د وسله والې غلا په تور په تېره يوه مياشت کې په مزارشريف ښار او د هغه په شاوخوا کې نيول شوي دي.
سادات زياته کړه: څلورو تنو ١١٦ کيلوګرامه نشه يي توکي په بغلان ولايت کې بار کړي و او د بلخ ولايت ته يې ليږدول .
څلورو تنو نورو  يو تن په ډير بېرحمانه ډول وژلى و او څلورو تنو نورو يې د خلکو پيسې او مالونه د دوى د استوګنې له کورونو څخه لوټول چې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي او تر تحقيق او پوښتنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته