کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٠ :
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن د دغه مجلس ستاين ليک د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرسمونوال عبدالرشيد ته چې د مشرانو جرګې د عمومي غونډې له خوا منظور شوى و؛ ده ته وسپاره.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار په دې غونډه کې چې د بغلان ولايت سناتور هم حاضر و؛ دسنا مجلس د معنوي ملاتړ له امله د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې په بغلان ولايت کې د امنيتي حالت په باب معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې په وروستيو دريو مياشتوکې دمرکزي بغلان، بورکې او د دهنه غوري په ولسواليو او د دغه ولايت په ځينو نورو سيموکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دښمن ته د سر درانده زيانونه اوښتي دي او ژمنه يې وکړه چې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ منسوبين تل دامنيت دتامينولو او د افغانستان دخلکو د دښمنانو د بريدونو د شنډولو په لاره کې له هيڅ راز هڅو څخه ډډه نه کوي او د تروريستانو په وړاندې هر راز مبارزې او سرښندنې ته تيار دي.
وروسته د مشرانو جرګې لومړي نايب په بېلابېلو جبهوکې د هېواد د امنيتي ځواکونو سرښندنې، اتلوالى او ځان تيريدنې وستايلې او د هېواد د امنيتي ځواکونو په لازياتې همغږۍ، مسلکي روزنې او سمبالولو باندې يې ټينګار وکړ.
د يوبل خبرله مخې:
د مشرانوجرګې دويم نايب ډاکتر محمدآصف صديقي د لوګر ولايت د يوشمېر اوسيدونکو شکايتونه واوريد.
په دې کتنه کې يو تن برخه وال د نورو په استازيتوب د نا امنيو د زياتوالي له امله د خپلو سيمه ييزو ستونزو د يادونې په ترڅ کې د ځوانانو د وزګارتيا له امله سر وټکاوه او له دولت څخه يې وغوښتل چې د لوګر ولايت د عينکو د مسو په کان عملي کار پيل کړي چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي .
ورپسې د مشرانو جرګې دويم نايب د دغه ولايت د خلکو د شکايتونو د اوريدو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د اړوندو مراجعو له لارې به د هغو په حل کولو اقدام وکړي.
1 1 دقیقه لوستل