امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې له خوا ددشت ارچي ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال له شپاړلسو تنو افرادو سره يې ووژل شو

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :
دوسله والو طالبانو دډلې  له خوا دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال  له شپاړلسو تنو افرادو سره يې دپوځي عملياتو په بهېر کې  ووژل شو .په ډاکتر حسين نن   ناوخته په کندز ښار پورې اړوند  دګورتيپې په سيمه کې داردو اودپوليسو دځواکونوله خوا  دده په پټنځي کې بريد وشو  او ووژل شو.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرور حسيني دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې دوسله والو طالبانو دډلې دغه جګپوړى قوماندان   ديو لړ تروريستي بريدونو  دپلانونو په طرحه کولو بوخت و  چې بريد پرې وشو او ووژل شو.
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې دوه تنه سرتيري هم ټپيان شوي دي.
ډاکتر حسين دکندزپه ځينو برخو کې   دوسله والو طالبانو دډلې    جګپوړې قوماندان بلل  کيده .
سيمه ييز  مقامات وايي چې ددغه قوماندان وژل  کيدل به  چې  په  کندز کې دلسګونو تروريستي پيښو په سازمان ورکولو کې لاس درلود ددغه ولايت دامنيت په ښه والي  کې  مثبت رول ولري .
ديوبل  خبرله مخې :  لس تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دنويو نښتو په بهيرکې  ووژل شول.
دغه  جګړې نن سهار   دچار درې ولسوالۍ   بازار ته څيرمه  او دکندز ښار په مربوطاتو کې هغه وخت ونښتې چې پوځيانو  دوسله والو  طالبانو په ټنځايونو بريد وکړ.
دکندز ولايت  دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې  په دغو پيښو کې  پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى  .
ويل کيږي چې پوځيانو له دغو نښتو وروسته  دوسله والو طالبانو څو سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته