امنیت

په جوزجان کې ديوه قاضي شهادت

کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٧ :
ناپيژاندو وسله والو کسانو پرون د جوزجان و لايت  داستيناف محکمې  يو قاضي شهيد کړ.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  فقير محمد جوزجاني دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې ددغه ولايت  د استيناف محکمې يو قاضي  قاري غلام سخي  ددوو  تنو موټرسايکل سپروله خوا  ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ  او دولايت دمقام په شپږ سوه مترۍ واټن کې  دتومانچې په ډزو سره شهيد کړى شو.
يوه عيني شاهد حسيب الله وايي  دغه قاضي په خپل کرولا موټر کې سپور و  چې  دشبرغان دګازو دپلټنې دتاسيساتو ترشا خپل کورته څيرمه دوسله والو   موټر سايکل سپروله خوا شهيد کړى شو.يوه اړونده خبرځاى وويل    دقضيې په  تور تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته