(PS)خبرونه(PS)امنیت

د هېواد په دریو ولایتونو کې ۱۸ تنه د غلا په تور نیول شوي دي

کابل، د وږي ۲۵مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د هېواد په دریو ولایتونو کې د غلا په تور د ۱۸ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کسان په فراه، غزني او غور ولایتونو کې نیول شوي، چې له ډلې یې ۱۱ تنه په غزني کې د برېښنا شرکت څخه د ۴۰ زره لېټره د غلا او پاتې کسان په فراه او غور کې د غلا په تور نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت وړمه ورځ هم په ۴ ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور په تور د ۱۰ کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا