ورزش

محمديونس قانوني د المپيک دملي کميټې دکيک بوکسينګ فدراسيون له ورزشکارانوسره وکتل

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٨ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني نن له غرمې مخکې   د المپيک دملي کميټې دکيک بوکسينګ فدراسيون له يوشمېر ورزشکارانوسره دصدارت د ګلخانې په ماڼۍ کې وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په  دې کتنه کې چې دکيک بوکسينګ فدراسيون رييس صالح احمد صديقي، دکيک بوکسينګ فدراسيون سکرټرجنرال  محمد داود هاشمي اوددغه فدراسيون  فايټرانو دستګير پنجشيرى، روح الله محمدي او اجمل فراجي برخه لرله، دجمهوري رياست لومړي مرستيال ورزش ته پاملرنه په افغانستان کې د اوسنى نظام يو برياليتوب وباله او ويې ويل چې تاسې د خپل هېواد د سرلوړى لپاره د نړۍ په ورزشي ډګرونوکې خولې تويوي او زموږ خلکو ته د وياړ او سرلوړى سبب ياست.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغو ورزشکارانو ته چې ټاکل شوې ده سبا د افغانستان په استازيتوب دکيک بوکسينګ په سياليوکې دګډون لپاره پرتګال ته  لاړشي؛ د برياليتوب او سرلوړى هېله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته