کابل باختر د سلواغې دمياشتې ١٠:
د بهرنيو چارو وزير په کابل د بريټانيا له سفير سره د سيمه ييزو مسئلو په باب خبرې اترې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي:
په دې کتنه کې صلاح الدين رباني او دامينيک جيمز جرمي د افغانستان او بريټانيا ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو، د افغانستان د حالاتو، سولې ته د رسيدو په لاره کې د افغانستان د دولت د هلوځلو او د نورو مهمو سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په باب خبرې اترې وکړې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ