خبرونهاقتصادټولنه

د هېواد په شمال ختیځ زون کې ۴۵ پروژې پلې کېږي

کابل، د تلې ۱۰مه، باختر

د ملګرو ملتو سازمان د خوړو او کرنې دفتر (FAO) د هېواد په شمال ختیځ زون کې د اوبو په سکټور کې ۴۵ پروژې پلې کوي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس انجنیر رفیع الله مجتبی، په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د خوړو او کرنې دفتر له عمومي رئيس ریچارد سره په کتنه کې، د هېواد په شمال ختیځ زون کې د یاد دفتر د پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې، د یاد دفتر رئيس څرګنده کړې چې په پام کې لري په شمال ختیځ زون (بغلان، کندز، تخار او بدخشان) کې د کانالونو د بیارغونې او واټرشیټونو په برخه کې ۴۵ پروژې پلي کړي.

دغه راز، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس هم په افغانستان کې د (FAO) دفتر له عمومي رئیس سره د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده.

تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو ویلي وو چې په هېواد کې د دغه وزارت اړوند د نیمګړو پروژو بشپړول او د نویو پروژو پلي کول، د دوی په لومړیتوب کې دي او هڅې کوي د مالي امکاناتو په برابرېدو یې چارې بشپړې کړي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا