خبرونهاقتصادټکنالوژي

د هېواد په شپږو زونونو کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د کنټرول دستګاوې نصبېږي

کابل، د وږي ۲ مه، باختر
د هېواد د مخابراتو وزارت وايي، چې د مخابراتي خدماتو د کنټرول لپاره یوازې یوه دستګاه په مرکز کې شته، خو پلان لري چې د هېواد په شپږو زونونو کې د مخابراتي خدماتو د کیفیت دستګاوې نصب او د دغې ادارې د فعالیت ساحه پراخه کړي
دغه څرګندونې د مخابراتو او تکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني د اترا ادارې د نوي رئیس د معرفت په غونډه کې وکړې.
د اترا ادارې د نوي رئیس د معرفت مراسم؛ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وزیر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین، د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې او شوراګانو د انسجام رئیس، د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال، د اترا ادارې رئیسانو او کارکوونکو په ګډون ترسره شول.
په معرفت غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې او شوراګانو د انسجام رئیس قاري عبدالستار سعید د سید برات شاه اغا ندیم د ګومارنې اړوند د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله حکم ولوست او هغه ته یې په چارو کې د بریا هیله وکړه.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري معین سعد الدین سعید د اترا ادارې د نوي رئیس جهادي سابقې او ښې مخینې ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دغه مهم دولتي سکتور ورته ژمنو او صادقو کسانو ته اړتيا لري.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال قاري یوسف احمدي وویل چې نوی رییس د مشورې شخص دی او خپلې ټولې دندې په دقت سره سرته رسوي.
په ورته وخت کې د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت وزیر مولوي نجیب الله حقاني د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله له اعتماد څخه په مننې د مخابراتو او اترا ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه زیاته کړه چې دغه وزارت د راجسټر پرته سیمکارټونو پر توزیع د مخنیوي سربېره د مخابراتي خدماتو له وړاندې کولو څخه دوامداره څارنه کوي.
په پای کې د اترا ادارې نوي رئیس سید برات شاه اغا ندیم د عالیقدر امیرالمٶمنین حفظه الله له باور څخه په مننې ټینګار وکړ چې د اترا ادارې له متخصصینو سره په همکارۍ او مشوره به د دې ادارې د تقویت او هېوادوالو ته د باکیفیته مخابراتي خدماتو وړاندې کولو کې هڅه وکړي.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا