سیاست

جمهور رئیس غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان  د نوي سفیر زاهد نصرالله خان باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د باورلیک د وړاندې کولو په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزارت اداري معین نصیر احمد اندېشه هم حضور درلود، ښاغلي زاهد نصرالله خان د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف نېکې هیلې جمهور رئیس ته وړاندې کړې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د پاکستان نوي سفیر ته په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د پاکستان نوي سفیر  په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت په پیلولو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د خپل ماموریت پرمهال به کوښښ وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ مناسبات پراخه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته