(PS)خبرونه(PS)امنیت

د هېواد په شپږو ولایتونو کې؛ ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل، د وږي ۲۲مه، باختر

د کورنيو چارو وزارت، د هېواد په شپږو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۱۹ تنو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: امنیتي ځواکونو په وروستیو ۲۴ ساعتو کې ۱۹ تنه د غلا، قاچاقو، دوکې او له کوره د تېښتې په تړاو په خوست، سمنګانو، هلمند، تخار، فراه او هرات کې نیولي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په خوست کې شپږ تنه د غلا په تړاو، په سمنګانو کې پنځه تنه د نشه یي توکو کارولو په تړاو، په ‏هلمند کې درې تنه د دوه موټره غوړیو د قاچاقو په تړاو، په تخار کې یو تن د دوکې او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو او دوه تنه د غلا په تور په فراه او هرات کې نیول شوي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا