(PS)خبرونه(PS)امنیت

د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي

کابل، د وږي ۸مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د هېواد په ۶ ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۱۵ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ تنه د قتل، جوارګرۍ او غلا په تړاو په بغلان، کونړ، غرني، کندهار، بلخ او هرات کې نیولي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت پرون هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۱۶ کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا