خبرونهروغتیا

د هېواد په لویدیځه حوزه کې د پولیو کچه صفر ته راټيټه شوې ده

کابل، د لړم ۲مه، باختر

په هرات کې د پولیو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه غونډه کې وویل، چې د هېواد په لويدیځه حوزه کې د پولیو ناروغۍ کچه صفر ته را ټیټه شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا رئيس مولوي محمد طالب شاهد وايي، چې په دې لړ کې د عامي روغتیا ریاست د کارکوونکو او همکارانو هڅې د ستاینې وړ دي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د هېواد په لويدیځه حوزه کې د پولیو ناروغۍ په بشپړ ډول له منځه تللې او اوسمهال په افغانستان کې د یادې ناروغۍ یواځې دوه مثبتې پېښې شتون لري.

د هرات ولایت د عامې ریاست مرستیال محمد آصف کبیر وویل، چې د پولیو د نړیوالې ورځې له نمانځنې څخه يې موخه د دغې ناروغۍ په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي ورکول دي.

کبیر همدارنګه وویل، چې پولیو اوس هم د افغان ماشومانو لپاره یو جدي خطر دی او په بشپړه توګه د لمنځه تللو په موخه يې باید لا ډېرې هڅې وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان اوسمهال د پولیو د لمنځه وړلو په وروستیو مرحلو کې قرار لري او که د یادې ناروغۍ په وړاندې مبارزه همداسې دوام وکړي، نو لرې نه ده، چې په افغانستان کې به پولیو په بشپړ ډول له منځه لاړه شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا