امنیت

روزګان کې د اوو تنو طالبانو وژل کېدل

ترینکوټ باختر  د وږي ۱۲ مه
د روزګان ولایت په چورې، چنارتو او خاص روزګان ولسوالیوکې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.
په روزګان کې د پوځ یوه جګپوړي مسوول د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې یاد عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ترسره شول چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درندې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتوکې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته