کابل باختر د تلي اته ويشتمه :
په هېواد کې دولسي جرګې دانتخاباتو بهير نن دسهار په اوو بجو په ټول هېواد کې پيل شو او دمازيګر تر څلور وبجو پورې دوام کوي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه بهير دنهو ساعتونو لپاره دوام کوي او په هغه صورت کې چې اړتيا وي دتمديدولو امکان يې هم شته .
په هېواد کې اته اعشاريه اتو مليونو تنو په دغو انتخاباتو کې دراي ورکولو په خاطر نومونه ليکلي دي چې درې مليونه تنه يې ښځې دي .
دغه راي ورکوونکى به دراي ورکولو په پنځه زره سلو مرکزونو کې چې دراي ورکولو يو ويشت زره سيمې کېږي رايه ورکړي .
دافغانستان دولسي جرګې په انتخاباتو کې ٢٥٦٦ تنه دولسي جرګې دڅه ناڅه دوه سوه پنځوسو څوکيو لپاره سيالي کوي او دښځينه نوماندانو شمير څلور سوه تنه دي .
دافغانستان دولسي جرګې په انتخاباتو کې په بايومتريک دستګاو کې دراي ورکوونکو دګوټې دنښې دثبتولو ترڅنګ دهغوى ګوټه هم رنګېږي .
په هېواد کې د ولسي جرګې انتخابات دغزني او قندهار له ولايتونو پرته په ټول افغانستان کې ترسره کېږي .
دانتخاباتو دخپلواک کمسيسون دمسوولينو دڅرګندونو له مخې ، دهېواد په پنځو ولايتونو پورې اړوند په لسو ولسواليو کې به هم د ناامنيو له امله انتخاب ترسره نه شي .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل