ټولنه

داجراييه رياست پيغام :

کابل باختر د مرغومي پنځمه :
دشهيد عبدالمطلب بيګ  دشهادت  دشپږمې کاليزې  له امله  د اجراييه رياست پيغام .
  دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت ديو رښتينې  مدافع او مجاهد عبدالمطلب بيک له شهادت  څخه  شپږ کاله کيږي  خو  يادونه  او خاطره يې  هماغه شان  ددې هېواد  دسلګونو  تنو  اوسيدونکو او په تيره بيا  دهغه ديارانو او سنګر والو په زړونو کې  ژوندى دى .
  شهيد عبدالمطلب  بيک ددې هيواد  يو ميړنى  او هېوادپال بچى و ،  چې خپل ژوند يې  دهېواد  دملي او اسلامي ارزښتونو ددفاع په لاره کې  قرباني کړ
او تلپاتې  حماسه  او مفکوره يې  پريښوده .
  له شک پرته  دافغانستان  دخلکو دښمنان او ديوصفتان  په هيڅ صورت  دهېواد زړه سواندې  او  خدمتګارې څيرې  نه شي زغملي او دهغو ى دحذفولو په لټه کې دي .
خو له دې څخه غافل دي چې شهادت  اوسرښندنه  زموږ دملت او عزت او سرلوړې سبب کيږي نه دې  کمزورتيا او حسارت .
  ما له نږدې  له شهيد عبدالمطلب بيک سره  بلدتيا لرله زړورتيا،ميړانه او استقامت  ددغه ستر شهيد شخصيتي ځانګړتيا وه .  چې دشهيد بيګ مفکوره او هدفونه به  دافغانستان دسترو شهيدانو ترمنځ دتل لپاره  الګو او نمونه وي .
ستر او پياوړې مجاهد شهيد عبدالمطلب بيګ ته دفردوس جنت هيله کوم .
اروادې ښاده وي .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته