امنیت

د ډيورند دکرښې دتړلو لپاره په پاکستاني پوځيانو دپکتيا دخلکو انتقاد

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
په پکتيا ولايت کې  يو بندر دتورخم بندر په شان دپاکستان دسرحدي مامورينو له خوا تړل شوى دى .
دغه بندر په ډنډ پټان ولسوالۍکې موقعيت لري اوله دوو ورځو راپه دې خوا
دمسافرانو تجارتي کاروانونو پرمخ تړل شوى دى.
دپکتيا خلک دپاکستان په دغه اقدام  په نيوکې سره وايي چې دپاکستان سرحدي مامورين آن   ناروغانو ته هم دډيورند له  کرښې څخه دتيريدو او له   پولې  اخوا روغتونونو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
جمعه ګل هغه ځوان چې مور يې   دزړه په ناروغۍ اخته  ته وايي  چې درې ځلې  له ګرديزښارڅخه دډيورند له کرښې اخوا روغتونونو ته دورتګ په هيله  دډنډ پټان بندر ته تللي دي  خو دپاکستان سرحدي مامورينو دوى ته دتيريدو اجازه  نه ده ورکړي .
په کابل کې دپاکستان سفير څه موده مخکې اعلان وکړ چې هېواد يې له دې وروسته هغو افغانانو ته  چې دپاکستان ويزه نلري  له بندرونو څخه دتيريدو  اجازه نه ورکوي.
له هغه وروسته و  چې  دتورخم په ګډون له  پاکستان سره دافغانستان بندرونه    دمسافرانو پرمخ وتړل شول او دا کار تراوسه پورې دوام لري.
دپکتيا دوالي وياند نقيب احمد اتل دباخترآژانس له خبريال  سره په اړيکه کې تائيدوي   چې دپاکستان سرحدي مامورين دډنډپټان  په بندر کې دډيورند له کرښې  اخوا دافغانانو   دسفر اجازه نه ورکوي.
دى وايي  چې ددغو بنديزونو دلرې کولو لپاره  خبرې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته