
کابل، د زمري ۱۶مه، باختر
کورنیو چارو وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۲۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان په تخار، پروان، کاپیسا، فراه او کابل ولایتونو کې د غلا، جوارګرۍ، رهزنۍ، ځورونې او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
هېره دې نه وي، چې یاد وزارت پرون هم په ۶ ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۲۶ کسانو د نیولو خبر ورکړی و.
لمر