ټولنه

دقندهار زرنج په لويه لاره کې ترافيکي پيښه .

کابل باختر د زمري لسمه :
دقندهار زرنج په لويه لاره کې  دترافيکي پيښې له امله١١ تنه ووژل شول   او ٤٥تنه نور ټپيان شول .
دنيمروز ولايت دخاشرود ولسوال محمد هاشم  نورزي دباخترآژانس خبريال ته وويل: يو مسافروړونکۍ موټر چې له کابل څخه دزرنج ښار ته روان و دزيات ګړنديتوب  له امله دخاشرود ولسوالۍ په دهمزنګ  ساحه کې له سړک څخه واوښت او چپه شو چې له امله يې  دښځو او ماشومانو په ګډون ١١ تنه  ووژل شول  او ٤٥ تنه  نور ټپيان شول .
نورزي وويل :دپيښې  ټپيان دپوليسو  په همکارۍ  دزرنج ښار ملکي روغتون ته وليږدول شول او دروغتون روغتيايي مسوولينو ددغې پيښې دزياترو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته