
کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري فاریاب ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له حکومتي چارواکو، دیني عالمانو او خلکو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کته کې ګډونوالو د خلکو ستونزې بیان او ترڅنګ یې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پرمختګ لپاره خپل نظریې او وړاندیزونه د کرنې وزارت له سرپرست سره شریک کړل.
په دغه کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري وویل: « د هر هېواد د پرمختګ بستر کرنه ده، ځکه د خلکو اړتیاوې له همدې لارې تأمېنېږي.»
عمري دغه راز وویل، چې زموږ ګاوندي هېوادونه د کرنې برخې ته ډېره پاملرنه کوي نو له همدې کبله یې ډېر پرمختګ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې راتلونکي کې به د هېواد په څلورو زونونو کې څلور کرنیز کمپلکسونه هم جوړ کړي.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وویل، چې کرنې ته پاملرنه له یوې خوا د خلکو اړتیاوې پوره کوي او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابریږي، چې دې برخه کې موږ ښې ځمکې، اوبه او هوا لرو، چې ډېر نور هېوادونه دا امتیازات نه لري.
عمري همدارنګه د ځنګلونو، دولتي ځمکو پر خوندیتوب او ترڅنګ یې د غصب شویو ځمکو پر بېرته راګرځولو ټینګار هم وکړ.
لمر