خبرونهTOPروغتیا

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

 کابل، د سلواغې ۳مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پولیو ضد واکسین کمپاین نن په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو، چې په ترڅ کې به شاوخوا ۵.۳ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه کمپاین کاري پلان د ۲۰۲۳ کال له مخې ترتیب شوی، چې ۱۷۸ ولسوالۍ به تر پوښښ لاندې راولي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د هېواد له دیني عالمانو، قومي مخورو او امنیتي ځواکونو څخه غوښتي، چې په دې برخه کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.

هېره د نه وي، چې پرون په فراه، نیمروز او هرات کې هم د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا