
کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر
په پکیتکا، لغمان، بامیانو او نورستان ولایتونو کې د بېلابېلو مرستندویه موسسو له لوري له ۲۱ زره ۲۷۸ کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتیکا په مرکز او سروبي ولسوالۍ کې پر ٨ زره ٤١٨ بې وزله کورنيو خوراکي ووېشل شول، چې هرې کورنۍ ته ۷۵ کيلوګرامه اوړه، ٧ لېټره غوړي، ٩ کيلوګرامه دال او یو پاکټ مالګه ورکړل شوه.
او دغه راز د دغه ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې پر ٩٣ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ٢٧ زره ٢٣٠ افغانۍ ورکړل شوې.
ورته مهال لغمان کې د سعودي عربستان سلمان خیریه بنسټ په مالي مرسته له ۹۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو بوره او ٢ کیلو خورما ورکړل شوه.
همدارنګه د باميانو په مرکز، سیغان او شېبر ولسوالیو کې پر ١٦٣٩ کورنیو باندې نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ١٣٠ ډالره ورکړل شول.
په همدې حال کې د نورستان په مرکز پارون، کامدېش، برګمتال او واما ولسوالیو کې د خوړو نړویال پروګرام په مالي ملاتړ پر ۱۰ زره ۱۷۸ کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې، چې په کې هرې کورنۍ ته ۶ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.
لمر