
کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر
په پروان، لغمان، بدخشان او ننګرهار کې پر ۲ زره ۶۸۳ کورنیو د بېلابېلو مرستندویه ادارو له لوري د خوراکي او غیرخواکي توکو مرستې ووېشل شوې.
په پروان کې پر ۳۰۰ کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کلیو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریجې، ۷ کلیو لوبیا، ۵ لېتره غوړي، مالګه، صابون او یو شمېر نور توکي ورکړل شول.
د یو بل خبر له مخې؛ لغمان کې د کار او ټولنيزو چارو رياست په هڅو د يونسيف او اچ.ايف په مالي ملاتړ په مرکز او ولسواليو کې ۴۹۲ بې وزله کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۳ زره ۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
همدارنګه د بدخشان د یوټیوب چینل فرهنګي ټيم له لوري په دغه ولایت کې ۱۱۰ ماشومانو ته د ژمي جامې ورکړل شوې.
او دغه راز په ننګرهار کې د کډوالو نړیوال سازمان(IOM) له لوري د دغه ولایت په مرکز سربېره په بټي کوټ، کامه، دره نور، حصارک، بهسود، سره رود او شینوارو ولسوالیو کې پر ۱۷۸۱ کورنیو د ۷۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت نغدي مرستې وېش پیل شو، چې په کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امریکایي ډالر، ۳ کمپلې او ژمنۍ جامې ورکړل شي.
لمر