نړۍ

په وزيرستان دبې پيلوټه الوتکې بريد .

پيښور _باختر دوري اته ويشتمه :
  دجنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې ديوې بې پيلوټه امريکايي الوتکې دبريد له امله څه ناڅه  پنځه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس ددي نيوز انترنشنل  ورځپاڼې له خولې خبر راکړ، دغه بريد نن سهار دجنوبي وزيرستان په بابرکوټ  سيمه کې داستوګنې په يو انګړ وشو  چې له امله يې  په وژل شويو کسانو سربيره اووه تنه نور ټپيان شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل ، په دې بريد کې دوه توغندي په دغه انګړ چې ويل کيږي دپاکستان دطالبانو دتحريک په ډلې پورې اړه لري لګيدلي دي او دغه انګړ په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى تراوسه پورې  دوژل شويو کسانو هويت نه دى په ډاګه شوي .
   دروانې اوونۍ ددوشنبې په ورځ هم دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې  په ورته بريد کې څه ناڅه څلور تنه ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته