
کابل، د سلواغې ۲۰مه، باختر
په لغمان، نمیروز هلمند، کونړ او غور ولایتونو کې د بېلابېلو مرستندویه موسسو له لوري له ۹ زره ۸۷۴ بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه.
لغمان کې د مرحوم الحاج ذین العابدین خیریه بنسټ له لوري ۳۰۰۰ کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه، چې په کې ۱۵۰ کورنیو ته ۵۰ کیلو اوړه، یو بوشکه غوړي، یو من بوره او یو کیلو چای ووېشل شول او پاتې ۲ زره ۸۵۰ کورنیو ته به هم ووېشل شي.
ورته مهال د نیمروز په ۵ ولسوالیو کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ ٨ زره ۵۷۴ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکي او همدارنګه په زرنج ښار کې ۳ زره ۶۷۴ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۶ زره ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
په همدې حال کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د UNHCR په مالي ملاتړ ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کونۍ ته دوې ۲۰۰ امپیره بطرۍ، دوې ۳۰۰ ولټه لمریزې تختې او د برېښنا نور اړوند توکي ورکړل شول.
او دغه راز په کونړ کې د ۱۰۵ زیانمنو کورنیو سره د ډي.ار.سي موسسې له لوري د څه باندي ۳ میلیونه افغانیو نقدي مرسته وشوه.
همدارنګه غور کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پر ۵۰۰ کورنیو په کندیوال، شیخ المند، سمک، تله، تسرقي او زرتلي سیمو کې غیر خوراکي توکي ووېشل شول.
لمر