
کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
په ننګرهار، میدان وردګو، نورستان، سمنګانو او هرات ولایتونو کې د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ له ۱۳ زره ۹۳۶ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه.
د ننګرهار په بټي کوټ، حصارک، او شینوارو ولسوالیو کې په ۹ زره ۷۲۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې به د شپږو میاشتو لپاره هره میاشت کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال، نیمه کیلو مالګه،۳۳پاکټه د ماشونو خوارځواکۍ ضد مواد او د مېرمنو لپاره ۴ پاکټه تقویتي مواد شامل دي.
همدارنګه د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پر ۴۵۰ کورنیو د مرستو کېټونه ووېشل شول.
ورته مهال د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د خوړو نړيوال پروګرام له لوري پر ۲ زره ۱۶۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۷۵ کيلو ګرامه اوړه ۹.۳۸ کيلو دال ۶.۸۴ کيلو غوړي، ۴.۵ کيلو وريجې، ۱.۵ کيلو ګرامه د ماشومانو د خوارځواکۍ ځانګړي مواد او يو پاکټ مالګه ورکړل شوه.
په همدې حال کې په سمنګانو کې هم له ۶۰۰ بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه.
او دغه راز په هرات کې پر ۹۹۹ اړمنو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۴۷ زره ۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
لمر