خبرونهټولنه

د هېواد په ۵ ولایتونو کې په څه باندې ۱۱ زره اړمنو کورنیو مرستې ووېشل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر

په ننګرهار، کونړ، پنجشېر، پروان او هرات کې له ۱۱ زره ۱۸ اړمنو کورنیو سره د بېلابېلو مرستندویه موسسو له لوري مرسته وشوه.

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې نړیوالې ادارې له لوري له  ۵۱۸ کورنیو سره ۶ میلونه ۴۷۵ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.

د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د مسوولینو په وینا په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته ١٢ زره ٥٠٠ افغانۍ ورکړل شوې.

د یو بل خبر له مخې؛ د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د رافه انساني او خیریه کارونو موسسې له لوري د ۳۰۰ بې وزلو کورنیو سره د بخاریو مرسته وشوه.

په ورته وخت کې د پنجشیر په دره، آبشار، حصه اول او پریان ولسوالیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ پر ٣ زره ٥٠٠ اړمنو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ١٩ زره افغانۍ ورکړل شوې.

همدارنګه په پروان کې د کډوالو نړیوال سازمان له لوري په ۷۰۰ اړمنو کورنیو نغدي او ژمنۍ جامې ووېشل شوې، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۹ قلمه ژمنۍ جامې او ۲۰۰ ډالره ورکړل شول.

او دغه راز په هرات کې له ۶ زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ وریجې، آش، مکروني، ۱ بوجۍ غنم او نور خوراکي توکي شامل دي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا