(PS)خبرونه(PS)ټولنه

د هېواد په ۶ ولایتونو کې څه باندې ۱۸ زره بې وزله کورنیو مرسته تر لاسه کړه

کابل، د کب ۳مه، باختر

په تخار، لوګر، پروان، غزني، بلخ او جوزجان ولایتونو کې له بېلابېلو مرستندویه موسسو له لوري له ۱۸ زره ۳۲۲ بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه.

د تخار په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۲ زره ۱۰۶ اړمنو کورنیو سره د ۵ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه، ورته مهال د لوګر په مرکز کې له ۶ زره ۸۸۸ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته ووېشل شوه، چې  په کې هرې کورنۍ ته ۴ زره ۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

په همدې حال کې د پروان په مرکز کې د ۶ زره ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو د وېش په اتم پړاو کې هرې کورنۍ ته ۴ زره ۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

او دغه راز د غزني په زنخان ولسوالۍ کې پر ۱۲۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۶ کیلو لوبیا او مالګه ورکړل وشوه.

بلخ د شورتپې ولسوالۍ په تاشګذر کلي کې پر ۵۰۸ اړمنو کورنیو ۷ قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.

همدارنګه جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې له ۱۱۴۰ اړمنو کورنیو سره د ۶ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا